اداري فساد سره د مبارزې او د قانون حاکمیت عالي شورا
اداري فساد سره د مبارزې او د قانون حاکمیت عالي شورا د جمهوري ریاست د ۲۷/۵/۱۳۹۵ نیټې د (۹۴) ګڼې فرمان له مخې د قانون پر حاکمیت ولاړ عدلي او قضايي نظام د پياوړتیا، اصلاح، د بشر د حقونو رعایت او عدالت ته د لارسي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اهدافو په برخه کې د قوانینو او نورو تقنیني اسناد د اصلاح، د اداري فساد له هر اړخ سره د غوڅې او اغیزناکې مبارزې په منظور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په مشرۍ جوړه شوه.
اداري فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت عالي شورا له لاندې کمېیټو جوړه شوې ده:
فرعي کمېټې:
د قوانینو کمېټه د پنځلسو غړو او عدلي او قضايي کمېټه د څوارلسو غړو په لرلو د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ او اداري فساد سره د مبارزې کمېټه د یولسو غړو په لرلو د لوی څارنوال په مشرۍ په جلا جلا توګه غونډه کوي.
د قوانینو کمېټه:
د دغې کمېټې مهمه دنده د تقنیني لومړیتوبونو ټاکل، د تقنیني اسنادو ارزول، د جمهوررئیس له توشیح څخه مخکې د قوانینو د طرحو په اړه د مشورو ورکول.
د قوانینو کمېټې په روان کال (۱۳۹۵) کې نولس غونډې کړي دي چې په هغو کې ۶۷ د قوانینو، مقررو، تعدیلاتو طرحې اروزل شوي دي.
عدلي او قضايي کمېټه:
د دغې کمېټې مهمې دندې د عدلي او قضايي مرکز سره په همکارۍ د عدلي او قضايي اصلاحاتو د ملي برنامې پر مخ وړل او له هغو څارنه ده. په دغه برخه کې دغې کمېټې په روان کال (۱۳۹۵) کې څلور غونډې کړي دي او د قضايي مسائلو اړوند نولس سندونه تر بحث او اروزنې لاندې نیولي دي.
اداري فساد سره د مبارزې او د قانون حاکمیت فرعي کمېټې د دغې شورا پرېکړې او مصوبې تعقیب او پلې کړي دي، د عالي شورا اړوندو چارو د دندو او فعالیتونو د ښه والي په اړه مشورې ورکوي.