د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت د فورمو د راټولو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی

31 وږی 1397

د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره مکلفه ده، چې د ټولو دولتي چارواکو شتمني ثبت کړي. دغې ادارې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د لوړو پوړیو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت ۱۴۰۰۰فورمې راټولې کړې دي. د دغې ادارې رییسې، ناهید ایثار، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له اداري فساد سره د مبارزې د سکرتریت له رییس، یما ترابي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه:" د ټولو لوړپوړیو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت د فورمو د راټولو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی." 
د لوړ پوړو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت موخه د اداري فساد او پیسو د حیف و میل کېدو څخه مخنیوی، د دولت، خلکو او رسنیو د باور د راجلبولو لپاره د نظارتي میکانیزم رامنځته کول دي
د قانون له مخې د لوړ پوړو او دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت په درېوو مرحلو(ثبت، نشر او تدقیق) کې تر سره کېږي.
مېرمن ایثار وویل:" د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره د دولت د رهبرۍ له سیاسي ملاتړ څخه مننه کوي او هیله لري، چې د هیواد ټول سیاسیون له دې بهیر سره خپل دوامداره ملاتړ جاري وساتي."
په همدې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت، چې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتېژۍ له تطبیق څخه د څارنې دنده په غاړه لري، وایي، چې د هرو شپږو میاشتو د کړنو راپور به له خلکو سره شریکوي. د دغه سکرتریت رییس، یما ترابي وویل:" د حکومت د چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو ثبتول، له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت له ژمنو څخه دی." 

شریک یی کړی