د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ نوي شاخصونه له مدني ټولنې سره شریک شول

12 لړم 1397

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرټریت د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ نوي شاخصونه له مدني ټولنې سره شریک کړل.
د یاد سکرټریت رییس، یما ترابي، چې د شنبې په ورځ یې د ( ۶۶ نویو شاخصونو او د مخکنیو نه پلي شوو شاخصونو د وخت د تمدید په اړه د مدني ټولنې د بنسټونو استازو ته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې توضیحات ورکول، له هغوی څخه وغوښتل، چې په دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړي.
نوموړي زیاته کړه: د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نویو لومړیتوبونو پربنسټ یادې ستراتیژۍ له ۵ محورونو څخه ۷محورونو ته زیاتوالی موندلی دی.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژۍ مخکې ۳۸ محوره لرل، چې د دولت له لوري تعین شوو هدفونو ته د لاسرسي د پرمختګ اندازه د ستراتیژۍ په پنځو محورونو کې وضعه شوې وه.
ترابي وویل: له یادو ۳۸ شاخصونو څخه ۲۷شاخصونه سل په سلو کې بشپړ شوي، ۷ شاخصه یې د پلي کیدا په وروستي پړاو کې دي، ۳ شاخصونو یې محدود پرمختګ درلود او ۱ شاخص یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.
ترابي، د څه د پاسه ۱۵زرو دولتي لوړ پوړیو چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو ثبتول، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د قوانینو ایجاد اوبیا کتنه، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیال د پست رامنځته کول، د سیمه ییزې حکومتولۍ پالیسي، د اداري فساد په اړه عمده شکایتونوته درسیده ګۍ په خاطر د جمهوري ریاست په دفتر کې د پلټونکې ادارې رامنځته کول، د لوړپوړیو امنیتي چارواکو د ګمارنې څخه د څارني او د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د مخنیوي په موخه د یادو سرتېرو د بایو میټریک کیدلو په خاطر د خپلواک بورډ رامنځته کیدل، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د شاخصونو د پلي کیدو لويي لاسته راوړنې وبللې. 

شریک یی کړی