د مالي کال ۱۳۹۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ د تطبیق راپور کنفرانس

29 لړم 1397

کابل، افغانستان: د افغانستان حکومت د ۱۳۹۷ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې د ستراتېژۍ په پنځو بنسټیزو محورونو، چې سیاسي رهبري او د اصلاح کوونکو له شبکې څخه ملاتړ، د امنیتي سکتور اصلاح، په ښایسته سالارۍ ولاړ د ملکي خدمتونو سیستم او ګومارنه کې د روابطو پر ځای ضوابطو ته ترجیح ورکول، د اداري فساد د تورنو تعقیبول، سالم مالي، بودجوي مدیریت او په شفاف ډول د پیسو تعقیب او تفتیش پکې شاملېږي، د پام وړ لاسته راوړنې لري.
له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رییس، ډاکتر یما ترابي، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ د تطبیق د لومړیو شپږو میاشتو راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه:" د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ د تطبیق لویه لاسته راوړنه د د دغې ستراتیژۍ په پنځو محورونو کې د ۲۶ هدفونو تطبیق او د ۲۵ بنچمارکونو بشپړېدل دي، چې تر دې مهاله ۲۹ بنچمارکونه او ۴۳ هدفونه تطبیق شوي دي. دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت لخوا په ۵۶ وزارتونو او ادارو کې له فساد سره د مبارزې د عمل پلان وروستي کېدل، په وزارتونوا و ادارو کې د دغې ستراتېژۍ د ښه تطبیق یوه بله لاسته راوړنه ده."
په لومړي محور کې د اساسي لاسته راوړنو او پرمختګونو په برخه کې کولی شو، له مبارزې سره د ځانګړي سکرتریت رامځنته کېدو، د شتمنیو د ثبت او بررسۍ ادارې رامنځته کېدو او د څه باندې ۹۰۰۰ چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو ثبتېدلو، چې اوس دغه شمېره څه باندې ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېدلې ده، د نړیوالو معیارو په رڼا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تعدیلېدلو، د جزا د کود تدوین، د سیمه یزې حکومتولۍ لپاره د پالیسۍ تصویب او د جزا د کد په انفاذ سره له دولتي پُستونو څخه د اداري فساد د مجرمینو لرې کېدلو او د ملکي خدمتونو د قانون تعدیلېدو ته اشاره وکړو.
په دوهم محور کې د لوړ پوړیو امنیتي چارواکو د ټاکنې د بورډ رامنځته کېدو او پیاوړتیا، په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د خیالي سرتېرو د پديدې د له منځه وړلو په موخه د بایومټریک پراختیا او په الکټرونکي ډول د معاشونو ورکړه، له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي پولیسو لېږد، د دفاعي بودجې خپرول او د غیر دفاعي ستراتیژۍ او د مشروطې دفاع د ستراتیژۍ خپرول او د کورینو چارو وزارت په واسطه له مدني ټولنې سره ارتباطی میکانیزم په تېرو شپږو میاشتو کې له مهمو پرمختګونو څخه دي.
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې اصلاح او له ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د ملکي خدمتونو د بستونو د ټولیزې ازموینې اخیستل او عمومي اعلان، د وزارتونو او ادارو لخوا د ملکي خدمتونو د بستونو د اعلان لپاره د یوه واحد پورتال رامنځته کېدل، د استخدام د پروسې د اعتبار او د شفافیت د پیاوړتیا په موخه د مدني ټولنې او رسنیو د څارنې لپاره د یوه میکانیزم رامنځته کېدل او د ۴۰۰۰ نویو کارکوونکو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۵۰ ښوونیزو پروګرامونو طرحه او ډیزان، د دریم محور له لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ لپاره د مرستیالۍ رامنځته کېدل او له دغه مرستیالۍ سره د اداري فساد پر وړاندې د څارنې د عالي ادارې یوځای کېدل، د لویې څارنوالۍ د ادارې د تشکیل او صلاحیتونو د قانون تعدیل، د قانون جوړونې پروسه کې د عامه ګډون د دغې پروسې د شفافیت او حساب ورکونې په موخه د پرانستې حکومتولۍ لخوا د تقنني اسنادو د نشر او انفاذ د پړاوونو د قانون بیا کتنه، د نا قانوني شتمنیو د بېرته اخیستنې د ریاست او د لویې څارنوالۍ د معاونیت تر مشرۍ لاندې له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې د ریاست رامنځته کېدل د څلورم محور له پرمختګونو څخه دي.
همدارنګه د ملي شورا د مجلسینو د ګډې کمېټې لخوا د حسابدارۍ د قانون تدوین او تصویب او جمهور رییس ته یې د توشیح او د حسابدارۍ د ملي معیارونو د ټاکنې لپاره استول، د تفتیش د عالي ادارې د پیاوړتیا لپاره د دغې ادارې د قانون تعدیلېدل، د غټو او وړو مالیه ورکوونکو په برخه کې د کلیدي عوایدو( مالیاتو) د پروسې ساده کول، د دولتي املاکو د قانون تدوین او د دغو املاکو د دیتابیس رامنځته کېدل او د کانونو د قانون تعدیلېدل د پنځم محور له پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
ترابي وویل: له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت اقدامات منسجم کړي او له فساد سره د مبارزې هڅې یې په فوق العاده توګه ښې کړې دي.

شریک یی کړی